Jump to content

نیمروز ولایت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
نيمروز ولايت
اړوند
ژبې
پلازمېنه
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وګړو شمېر
۱۴۹٬۰۰۰ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
پکي شاملې اداري سیمې
رسمي ژبه
ځايي ژبې
د حکومت مشر
اداري سیمه
هېواد
کچه او لوړوالی
د ځای کچه
۴۱٬۳۵۶ كيلومتر مربع ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۳۱°۰۰′شمال ۶۲°۳۰′ختیځ / 31°شمال 62.5°ختيځ / 31; 62.5 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

نیمروز د افغانستان سویل لویدیځ ته پروت ولایت دی چي سویل ته د پاکستان، لویدیځ ته د ایران، ختیځ ته د هلمند ولایت او شمال ته د فراه ولایت سره ګډه پوله لري. زرنج ښار دیاد ولایت مرکز دی چي مساحت یې 41005 کیلومتره مربع او نفوس یې د ۲۰۲۱ز کال اټکل له مخی 186,963 تنه دی. ددې ولایت ډېری او سیدونکي بلوڅان دي، خو پښتانه، تاجک او ازبک هم پکې میشت دي. ددې ولایت اوسنئ توکمیز جوړښت د غیر رسمي سرچینو له لوري اټکل شوی دی خو دقیقه خبره دا ده چې نیمروز د افغانستان یوازینی ولایت دی چې بلوڅان پکې اکثریت دي او ګڼ شمېر پښتانه هم پکې ژوند کوي. ددې ترڅنک په یاد ولایت کې کم شمیر کوچیان هم میشت دي.

نفوس

د نیمروز ولایت 186,963 وګړې لري.

فرهنگي، علمي او اجتماعي حالت

تاريخ

د افغانستان پخواني واکمن یعقوب لیث صفاري په نیمروز ولایت کي واکمني درلوده چې پخوا د سیستان په نوم یادېدی. او د زرنج اوسنئ ښار په ۸۶۰ز کال کې د صفاریانو حکومت له لوري د هغوی د پلازمیني په توګه جوړ سو. د افغانستان په معاصر حکومت کې دغه ولایت تر ۱۹۶۸ زیړدیز کال پورې د فراه-چخانسور ولایت یوه برخه وو او وروسته له هغه د نیمروز په نوم یو بېل رسمي ولایت وګرځېدی.

د اوبو سرچينې

د خاشرود سند د دې ولایت څخه تیریږي او له شمال ختیځ څخه سویل لویدیځ په لور د هلمند هامون ته لویږي.

مهم لاسته راوړنې

اړيكتيايي سېسټم

ځنگلونه

سیاست

نیمروز ولایت یو اهمه سیاسي جغرافیه لري جې د سویل له خوا نه د ډیورنډ کرښي سره او د لویدیځ خوا نه ایران سره پوله لري او د افغانستان حلقوی سړک چې لویدیځ ولایتونه له سویل او بیا مرکز کابل ته نښلوي د نیمروز ولایت دلارام ولسوالۍ څخه تیریږي. ځکه نو د افغانستان په اوږد مهاله جګړو کې نیمروز ولایت هم جوړ پاتې شوی ندی.

اخځليك

    • د افغانستان د ولايتونو جغرافيه، ژباړه: اورنگزېب ارشاد، كال۱۳۷۹ه ل، خپرندويه ټولنه: د اريك د گرځنده كتابتونونو اداره
    • د افغانستان تاريخي زمكپېژندنه، ليكوال: مير غلام محمد غبار، كال ۱۳۷۷هجري لمريز، د مېوند نشراتي مركز، صبا كتابتون-پېښور ښار
    • http://www.nps.edu/Programs/CCS/Docs/Executive%20Summaries/Nimroz%20Executive%20Summary1.pdf